English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د علمي پروګرامونو د کلنۍ څارنې راپور د ترتيب څرنګوالي علمي سيمينار تر سره شو

October 15, 2025


د رڼا پوهنتون د کیفیت لوړولو آمریت د خپل ۱۴۰۴ کال د عملياتي پلان او د اعتبار موندنې د معیارونو پر بنسټ، د «د علمي پروګرامونو د کلنۍ څارنې راپور د ترتيب څرنګوالي» تر عنوان لاندې يو علمي سيمينار د دې پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره تر سره کړ. په دغه سيمينار کې د کلنۍ څارنې راپور د جوړولو اړوند موضوعات، لکه د څارنې ارزښت، اړتيا، موخې، د راپور د ترتيب څرنګوالی او د نیمګړتياوو د له منځه وړلو د پلان د پلي کېدو څرنګوالي په اړه تفصیلي بحث وشو. د يادونې وړ ده چې د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنه هر کال د يو ټاکلي او معیاري بهير له مخې ترسره کېږي، تر څو د پروګرامونو د قوت او ضعف ټکي وپېژندل شي او د څارنې وروستۍ پایلې د لوړو زده‌کړو وزارت د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکونې محترم رياست سره شريکېږي. د دغو پايلو پر بنسټ، اړوند پروګرامونه د قوت ټکو د لا پياوړتيا او د ضعف د له منځه وړلو لپاره ترتيب او عملي کېږي.

رڼا پوهنتون © 2025-10-26 23:05:24