English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د ملي پراختيا شرکت څخه د رڼا پوهنتون د محصلانو ليدنه

October 19, 2025


د رڼا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ، له مخکې د پلان شوې برنامې له مخې د محصلانو لپاره د ملي پراختيا شرکت ته د علمي سفر زمینه برابره کړه. په دې سفر کې، محصلانو د یاد شرکت له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، چې پکې د سمنټو تولید، د وسایطو د پرزو بسته‌بندي، د کرنیزو او صنعتي ماشینونو تولید، د اوسپنې وېلې کېدل او د فلزي عناصرو او مخکې جوړو شویو پرزو تولید شامل وو. د شرکت مسؤلینو د محصلانو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د ملي پراختيا شرکت تل د محصلانو د نوښت طرحو او نويو نظریو هرکلی کوي او هڅه کوي له دغو نوښتونو څخه د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټه واخلي. د دې علمي سفر موخه د محصلانو علمي پرمختګ او د نظري او عملي زده‌ کړو تر منځ يو ځاى والى رامنځته کول، ياده شوې ده.

رڼا پوهنتون © 2025-10-26 23:05:24