October 20, 2025
د رڼا پوهنتون د استادانو چارو آمريت، د «تدريس نوې لارې چارې» تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ د پوهنتون د څلورواړو پوهنځيو د استادانو لپاره ترسره کړ. دا ورکشاپ چې د تدريس چارې يې پوهنمل دوکتور الله محمد بهزاد پرمخ وېوړې، مهم موضوعات، لکه: د ستونزې د حل طریقه، د پروژې پر بنسټ تدريس، د رول لوبولو طریقه او تعاملي (اشتراکي) تدريس، د استادانو شره شريک شول، استادانو په فعاله توګه ګډون وکړ، پوښتنې يې تبادله او نظریې او سپارښتنې له يو بل سره شريکې کړې. دغه ورکشاپ د استادانو د مهارتونو د پياوړتيا په موخه جوړ شوی و او تمه ده چې استادان به د دې نويو لارو چارو په کارولو سره د محصلانو زدهکړهييز سيستم لا اغېزناک او د هغوى د زدهکړو بهير به نور هم ښه کړي. رڼا پوهنتون د نويو تدريسي لارو چارو د رامنځته کولو او د هغوی د کارونې د اړتیا له مخې، تل هڅه کوي چې استادانو ته د نويو تدريسي سيستمونو روزنه ورکړي او د هغوی بلدتيا د معاصر تدريس له نويو مفاهيمو او تګلارو سره پيدا کړي.
رڼا پوهنتون © 2025-10-26 23:05:24
