English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د قرآن کریم د حقونو او فضیلتونو او د اسلامي امارت د تګلارو د تشریح په اړه یو علمي ـ څېړنیز سمینارترسره شو

December 09, 2025


د رڼا پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې د دې علمي بنسټ د دعوت او ارشاد آمریت سره په همغږۍ، د قرآن کریم د حقونو او فضیلتونو او د اسلامي امارت د تګلارو د تشریح په اړه یو علمي ـ څېړنیز سمینار د استادانو او محصلانو په ګډون ترسره کړ. په دې یوه ورځني سمینار کې د ایمان او تعلیم، تلاوت، عمل، فهم او تدبر او همدارنګه د قرآن کریم د فضیلتونو په موضوعاتو بحث وشو او ویناوالو یاد شوي موضوعات په تفصیل سره بیان کړل. د دغه سمینار د جوړولو موخه د محصلانو د دیني معلوماتو لوړول او هغوی د اسلامي امارت له تګلارو سره اشنا کول ښودل شوې ده. پروګرام د اسلامي امت او د افغانستان د خلکو د خیر او ښېګڼو په دعا پای ته ورسېده.

رڼا پوهنتون © 2025-12-31 14:46:08