English دری پشتو

رسنۍ

ولې د شپې بې خوبه یاست؟

content
2018-08-05

د انسان بدن تل خوب ته اړتیا لري، خوب د انسان بدن د انرژۍ بشپړونکی دی، په نړی کې میلیونونه خلک شته چې سم خوب نه کوي او یا هم خوب کول د وخت ضایع کول بولي حال دا چې په منظمه توګه خوب کول د بدن د انرژي د ساتلو تر ټولو ښه وسیله ده. ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وایي خوب په هر عمر کې توپیر لري او هر څومره چې عمر ‌‌‌‌‌‌ډیریږي خوب کمیږي، هر بالغ انسان شپه او ورځ ټولټال 8-9 ګنټې خوب ته اړتیا لري او که دا خوب په هره کچه کمیږی، وګړي له ستونزو سره مخامخ کوي، په داسې حال کې چې ناروغان باید د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر د مشورې پر اساس حد اقل یولس ګنټې خوب وکړي. د ښه خوب کولو لپاره باید لاندې ټکې په پام کې ونیول شي:

 ۱ـ د خوب کولو د مخه باید ټول ګروپونه مړه شي، په ګرمه هوا کې د کړکۍ په خلاصولو د کوټې هوا خوب ته چمتو شي او هڅه وشي چې داسې کوټه خوب کولو ته وټاکل شي چې هوا یې نه ‌‌‌‌‌‌ډیره توده او نه هم ‌‌‌‌‌‌ډیره سړه بلکې نورماله ووسي.

 ۲‌‌‌‌‌‌- ډیرۍ خلک د بې خوبۍ له امله په راز راز عصبي ناروغۍ اخته کیږي او د ورځې په مهال د اندیښنې او د عصبانیت بیلابیلې نمونې ور کې اوڅاریږي، او خپله هم له بې خوبۍ رنځ وړي خو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته د ورتلو جرات په ځان کې نه ویني حال دا چې دوی ته اړینه ده چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته د خپلې درملنې لپاره ولاړ شي. او د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر لازمه لارښوونې په پام کې وساتي.

 ۳ـ کار کول یواځنۍ وسیله ده چې ورځ لنډ‌‌‌‌وي اوشپه اوږدوي او وخت ښه تیروي خو هغه خلک چې د ورځې هیڅ کوم فعالیت نلري نو شپې سم خوب نه ورځي نو دغه خلکو ته سپارښتنه کیږي که بل هیڅ فعالیت ونلري باید تګړښت(سپورت) وکړي تر څو د شپې پر مهال ښه خوب وکړي.

 ۴- د شپې له خوا له حده زیاته ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړل لکه: مایعات(چای، قهوه، اوبه، نوشابې) او مالګین خواړه خوړل هم د ښه خوب کولو مخه نیسه نو اړینه ده چې داسې خواړه د خوب کولو ګنټو د مخه وخوړل شي.

 ۵- ټول الکترونکي توکي لکه: مبایل، لپ ټاپ، ټیلویزون، را‌‌‌‌‌‌ډیو او داسې نور بریښنایز وسایل له ځانه حداقل 4 متره واټن کې کیښودل شي.

۶- تول نشي توکي لکه سکرټ، چرس، چلم او داسې نور زیانمن توکي د انسان د بې خوبۍ او د خپګان باعث ګرځي نو باید ترې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وشي.

۷- جسمي ناروغۍ، د زړه ناروغۍ، پرله پسې ټوخۍ، تنفسي ستونزې، ځان دردي او داسې نور ناروغتیاوې نیغ په نیغ پر بې خوبي اغیزه لري نو که دا ستونزه په پرله پسې توګه له تاسو سره ووسي باید له ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سره اړینه مشوره تر سره شي.

 ۸- د کلسیم، میس، آهن، میګنیزیم، او ویټامین B کموالۍ هم، د بې خوبۍ سبب کیږي نو اړینه ده چې دا ټکي هم پام کې وساتل شي.

۹- خپل ماغزه یوه ګنټه د مخې خوب کولو ته چمتو کړای شي.

 ۱۰- په معین وخت ویده کېدل او پاڅیدل هم ښه خوب کولو ښه نمونه بللی شو.

۱۱- شپې تر ناوخته کار کول هم د خوب کول د مهالویش د ګډودیدو باعث ګرځي نو اړینه ده چې په معین وخت کی هره شپه خوب وشي. ښه خوب کول د خدای پاک لوی نعمت دی او په ارزښت یې هغه وخت سړی پوهیږي چې د بې خوبۍ سره مخ شي نو لازمه ده چې پاسنۍ ټکي ټول په پام کې وساتل شي تر ځو د یو روغ انسان په توګه کار او خوب وکړي.


بنفشه دقیق

رڼا پوهنتون © 2024-09-20 00:04:07