English دری پشتو

رسنۍ

آیا د بیومټریک کارول ممکن دي؟

content
2018-10-22

په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون ته په ټاکنو د خلکو او سیاسي ګوندونو د باور لپاره یوازي یوه لاره پاتې ده او هغه د بیومټریک له لارې د دغه پروسې پر مخ وړل دي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دا اندېښنې په ډېرېدو دي چې څه ډول د ټاکنو کمېسیون په دومره کم وخت کې کولای شي، دغه ماشینونه ټولو ولایتونو ته ورسوي، هغه منظم او فعاله کړي او د هغه لپاره له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې کارکوونکي ټرېننګ کړي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون ژمنه کړې وه چې د وږي تر څوارلسمې نېټې به ټول بیومټریک ماشینونه په کابل کې د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېږي، خو تر اوسه یوازې څه باندې څلور زره بیومټریک ماشینونه دغه کمېسیون ته رسېدلي دي او شاوخوا ۱۷ زره نور تر دې مهاله د ټاکنو کمېسیون مرکزي دفتر نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان په څېر یوه ټولنه کې چې د بدخشان په شغنان او اروزګان په چوره ولسوالۍ کې ښایي خلک د ټلیفون په کارولو سم ونه پوهیږي، څه ډول ممکنه ده چې په ټول افغانستان په ځانګړي ډول لري پرتو سیمو کې په دومره کم وخت کې دغه ماشینونه هرې سیمې ته ورسېږي، کارکوونکي ټرېننګ کړل شي. او خلک وکولای شي له دې لاري خپلې رایې وکاروي.

له بده مرغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې ډېره بې غوري وکړه او په لومړیو کې چې دغه طرحه د سیاسي ګوندونو له لوري وړاندې شوې وه، هغه مهال پرې د ټاکنو کمېسیون غوږونه کاڼه کړل او اوس چې تر پوره فشار لاندې راغلل بالاخره اړ شول چې دغسې یو څه ومني. که څه هم دا ښه وړاندیز او ښه طرحه ده خو په دومره کم وخت کې د افغانستان په څېر یوه ټولنه کې ددغه ماشینونو کارول او د بیومټریک پروسې مخکې وړل یو څه ناممکن برېښي.

غوره داوه چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لومړي سره د سیاسي ګوندونو پردې وړاندیز غور کړی وای، له هماغه وخته په خورا ښه ډول ممکنه وه چې له بیومټریک ماشینونو کار واخیستل شي. ځکه ددې لپاره به پوره وخت وو، چې دغه ماشینونه وازمویل شي، تخنیکي کارکوونکي ورته وروزل شي او بیا تر ټولو فعال او ښه ماشینونه په ۳۳ ولایتونو کې شاوخوا ۲۱ زره محلونو ته ولیږل شي. له بل لوري چې کله بیا حکومت او د ټاکنو کمېسیون له دې طرحې سره مخالفت وکړ او فکر یې کاوه چې د اوس لپاره په افغانستان کې ممکن نه دی، ښه دا وه چې په خپل دریځ درېدلي وای او په دومره کم وخت کې یې د سیستم بدلولو او بیومټریک کولو پرېکړه نه وای کړې.

اوس چې د ټاکنو کمېسیون له دې پرته بله لاره نه لري، ددغه کمېسیون چارواکو ته ښایي چې د معمول پر خلاف خپل کارونه چټک او د دریو ورځو او یوې اوونۍ کارونه په یوه ورځ کې ترسره کړي.

له بل لوري په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو فشار هم یوه ستره ستونزه وه او دوی باید دا درک کړې وای چې په دومره کم وخت کې د بیومټریک سیسټم کارول ممکن دي او که نه، خو له بده مرغه سیاسي ګوندونو په خورا سرزورۍ خپله غوښتنه په کمېسیون وتپله، په څو ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفترونه وتړل او ددغه کمېسیون کارونه یې لا له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.

اوس چې ټاکنو ته خورا کمه موده پاتې دي د ټاکنو کمېسیون ته ښایي چې خپل کارونه چټک کړي او په رښتیني ډول د رڼو ټاکنو زمینه برابره کړي.


عبدالواحد - دانشجوي ژورناليزم

رڼا پوهنتون © 2024-09-20 00:05:46