English دری پشتو

رسنۍ

د افغانستان د ټاکنو امنیت په ساتلو کې د ناټو همکاري

content
2018-10-22

په هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکې وایي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت په ساتلو کې به د افغانستان او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د پارلماني ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره په ګډون د امنیتي او دفاعي قواوو وروستۍ غونډه په ارګ کې ترسره شوه. له ارګ څخه د مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د لوړپوړي چارواکي جنرال اندریو پوپاس له قوله لیکلي «د امنیت تامین او د ښو ټاکنو ترسره کولو په موخه به خپل ټول امکانات د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړي»

جنرال پوپاس دغه راز د ټاکنو د امنیتي پلان د تطبیق په موخه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ریس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه غونډه کې د رایې ورکوونکو او نوماندانو د امنیت پر ساتلو ټینګار کړی دی.

همدا شان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خلکو ته ډاډ ورکړ، او زیاتوي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۵۴ زره افغان ځواکونه ګمارلي دي چې ددغي ملي او مهمي پروسې امنیت وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې ټاکنې به د تلې په  ۲۸ د رایې ورکولو په ۲۱ زره محلونو کې ترسره شي.   


عوض حياتي - دانشجوي ژورناليزم

رڼا پوهنتون © 2024-09-19 23:46:26