English دری پشتو

رسنۍ

په ژورنالیزم کې د فیچر ارزښت

content
2018-12-02

فیچر د ژورنالیزم اوادب ګډ ژانر دی، او معمولاً په چاپي ژورنالیزم کې ډېر کارول کېـږي، فیچر په لغت کې د کوم شي څرګندو نښانو، څېره، ظاهري بڼې، وضع او خدوخال ته ویل کیږي.

په پخوانۍ فرانسوي ژبه کې د Feature کلمه د فېشن یا د کوم شي،د جوړښت په مانا کارول کیده.

په ژورنالیزم کې د فیچر مطلب د پېښو یا مسایلو داسې لفظي تصویر دی چې د هغه رنګ او کیفیت څرګندونه په ډرامه‌یي یا افسانوي انداز کې وشي.

په ژورنالیستي لیکنو کې فیچر داسې ځانګړی ځای لري چې ورځپاڼې ته تلپاتې شهرت وربښلی شي، ځکه چې یو فیچر لیکوال ښه مبصر او د خپلې زمانې د مسایلو ښه ترجمان کیدلی شي.

کلارنس-اي سکونفیلډ په خپل کتاب (Effective Feature Writing) کې لیکي “فیچر یوه داسې منځنۍ لیکنه ده چې یو خواته یې وچ خبر وي او بلې خواته یې تصویري کیسه یا خیالي مضمون او په اساسي توګه دا د رپوتنګ پایله ده”

فیچر لیکوال ریاض بتالوی په وینا:« فیچر د ژورنالیزم داسې صنف دی چې پر مټ یې انساني مسایل، دردونه، ملي او سیمه یزې چارې، د ولس او حکومت پر وړاندې په اغیزناکه توګه وړاندې ګېـږي»

فیچر د ژونالیزم یو پیاوړی ډول دی  چې لومړنۍ موخه یې لوستونکو ته تفریح برابرول دي او له بلې خوا هغوی ته په زړه پورې انداز کې نوي او حیرانوونکي حقایق ورپېـژني.

په ژورنالیزم کې د فیچر ارزښت یو لامل د لوستونکو نفسیات دي، تقریباً په هره ټولنه کې خلک اسانه لیکنې خوښوي نه وچې،پیچلې او منطقي.

فیچر د لوستونکو نفسیاتي اړتیاوې پوره کوي او هیڅ ورځپاڼه خپل لوستونکي نه شي هېرولی د دې لپاره د فیچر اړتیا او ارزښت ډېریږي.سرلیکنه ،کالم او نورې معیاري  لیکنې د ځانګړو خلکو لپاره وي لیکن فیچر چون د عام ژوند سره تړاو لري، ځکه یې عام لوستونکې هم په مینه لولي،خلک د تفصیل لوستلو ته وخت نه لري ځکه تصویرونه او سرلیکونه په غور لولي.

فیچر لیکونکی«ډینل ارونسن» لیکي: د برېـښنایي ژورنالیزم سره د سیالۍ لپاره فیچر د ورځپاڼو یوه مهمه وسیله ده. ورځپاڼې داسې احساس کوي چې د خبر رسونې په برخه کې د برېـښنایې رسنیو(راډيو، تلویزیون) سره سیالۍ نشي کولی؛ ځکه چې برېـښنايي رسنۍ په څو دقیقو کې مهمې پېـښې خلکو ته رسوي خو ورځپاڼې داسې خبرونه په ځنډ سره ترلاسه کوي، د بریښنایې ژورنالیزم د سیالۍ لپاره ورځپانې د هغو خبرونو تفصیلي فیچر وړاندې کوي .

نن سبا خلک د ډېرو بوختیاوو له امله ورځپاڼې په پوره تفصیل سره نشي لوستی له دې امله د ورځپاڼو لوستونکو په پرتله کتونکي ډېرشوي دي، نو ځکه په اکثر فیچرونو کې د لیکنې په پرتله تصویرونه، سرلیکونه، او خاکې زیات وي.

فیچر څو ډولونه لري، تقریباً د فیچر په هکله هر فیچر لیکوال بیلابیل ډولونه وړاندې کړي خو په ټوله کې یې په دوه ډوله ویشي.    الف: خبري فیچر       ب:  غیرخبري

کله چې یو رپوټ په ادبي او شاعرانه انداز کې وړاندې شي،لفظي تصویر هم ولري ورته خبري فیچر وایي؛ خو که د تولیدي موضوعاتو او د ژوند په بیلابیلو اړخونو فیچر ولیکل شي نو ورته غیر خبري فیچر وایي ،غیر خبري فیچر دا لاندېني ډولونه لري

۱: ټولنیز فیچر: دا فیچر ډېر ارزښت لري، په ډې ډول فیچر کې هغه ټولنیزې ناخوالي، دودونه او ورته نور مسایل په ادبي او فیچري انداز کې لیکل کیږي، چې د ټولنې د اصلاح لپاره پيغام ولري.

۲:شخصي او سوانحي فیچر: دا ډول فیچر د یوو چا پر ژوند او فن لیکل کیږي، او کیدای شي چې د مهمو شخصیتونو ژوند پکې انځور شي، که پرژوندیو کسانو ولیکل شو ورته شخصي او که پر مړو ولیکل شو ورته سوانحي فیچر وایي.

۳:ساینسي فیچر: پر بېلابېلو ساینسي موضوعات لیکل کیږي، ژبه یې ساده او راونه ده د ساینسي فیچر موخه په زړه پوي انداز کې له نویو ساینسي کړنو څخه د لوستونکو خبرول دي.

۴: تاریخي فیچر: په تاریخي فیچر کې په زړه پوري تاریخي حقایق بیانیـږي، د بیلګي په توګه که یوې تاریخي ودانۍ ته کوم زیان واوړي نو پر هغې ودانۍ دا ډول تاریخي فیچر لیکل کیږي.

۵: روزنیز فیچر: دا ډول فیچر د  ټولنې د وګړو لپاره لیکل کیږي، چې په هغه کې خلکو لپاره د یو مهم شي یا فن ورپیژني.

۶: خبري فیچر: که خبر په ادبي رنګ کې ولیکل شي هغې ته خبري فیچر وایي، په خبر کې انساني جذبې او احساسات  داسې شاملیږي چې لوستونکو ته په زړه پورې وي.

 پاتې بحث په راتلونکې ګڼه کې...

 


نویسنده: عوض حیاتی

رڼا پوهنتون © 2024-09-19 23:47:20