English دری پشتو

رسنۍ

ژوند د څه له پاره کوو!؟

content
2018-12-02

ټول انسانان د خوشحاله ژوند کولو په لټه بوخت دي خو خوشحاله ژوند دې ته نه وایي چې تل له خوندورو تجاربو ‌‌‌‌‌‌ډک وي؛ بلکې خوشحالي یو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌‌داخلي حالت دی. داسې حالت چې بدن، ذهن او روح مو پکې په بشپړه توګه ارامه وي. هر کله چې مو دا ‌‌‌‌‌‌ډول ارامتیا احساس کړه، پوه شئ چې خوښ یاست. خوشحالي یو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او ځواک دی چې په ژوند کې له هر ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزو سره ‌‌‌‌‌‌ډغره وهلی شي. نو راځئ چې د خوشحاله ژوند د تیرولو لپاره یو څو لارې چارې درسره شریکې کړم. ۱_ تل باید صبر ولرو. له هغه ځایه چې د صبر میوه خوږه وي او نه شو کولای خامه میوه وخورو، اړ یو تر څو د ځینو کارونو د ترسره کیدو لپاره انتظار وباسو. هر کار د سترګو رپ کې نه ترسره کیږي او هغوی چې د صبر میوه وڅَکي پرته له شکه چې د خوشحالۍ کونجي یې موندلې ده. ‏‎۲_ له ځان سره باید مینه ولرو. له ځان سره باید مینه کول زده کړو. دا ځکه چې ځان سره مینه کول مو د نورو سره مینې کولو ته لار پرانیزي او هغوی چې نورو ته مینه ورکوي په بدل کې یې مینه تر لاسه کوي. همدا مینه ده چې ژوند له خوشحالیو ډکوي. ۳_ په هر حالت کې باید له ژونده راضي اوسو. متل دی چې دا دنیا په امید ولاړه ده. هو! دا دنیا په داسې امید ولاړه ده چې په هر حالت کې انسان ته د خوشحالۍ احساس وربخي. پس هیڅ کله او په هیڅ حالت کې باید امید له لاسه ورنکړو او مدام د روښانه راتلوونکي سبا سپیده په امید کې ولټوو. ‏۴_ د خلکو خبرو ته باید تنها د اصلاح تر بریده ارزښت ورکړو. خلک به هر څه هر څه وایي خو هغه خبرې یې باید په نظر کې ونیسو چې د اصلاح او مثبت تحول په تړاو وي؛ نه چې هر ډَول ټاپه وهلو ته یې اندیښمن شو او له خپلو کړنو شاته پاتې شو. هغوی چې مونږ په هره برخه کې هڅوي او زمونږ ارادې لا پسې غځوي باید قدرداني یې وشي. ۵_ پر ځان باید باوري اوسو. لوړې هیلې باید وپالو ترڅو لوړې لاسته راوړنې ولرو. پر ځان باور او ډاډ د هغه بریا نوم دی چې هیڅ رقیب نه لري بلکې بې باوري. د یو مشهور عالم په وینا “انسان تر هغه بریالی دی چې ماتې ونه مني او انسان تر هغه ماتې نه مني تر څو چې پر ځان باوري وي”. پس پر ځان باور مو مدام بریالي کوي او هغوی چې بریا خپلوي خوشحالي یې په نصیب کیږي. ۶_ اړینه نه ده چې زمونږ نظر دې مدام صحیح وي. له هغه ځایه چې پنځه ګوتې یو شان نه دي او د انسانانو خوي، خصلت، کردار او رفتار یو له بل سره توپیر لري پکار نه دی چې په بعضو مسائیلو کې په خپل دریځ کلک ودریږو او د بل پر وړاندې منفي قضاوت وکړو. منفي قضاوت مدام د منفي احساساتو د ډیریدو سبب ګرځي او په پایله کې یې د مینې پر ځای نفرت ځای ناستی ګرځي؛ چې د ژوند خوند خرابوي. ‏۷_ د تیر ژوند په اړه باید فکر ونکړو. تیر ژوند باید شاته پریږدو او له هغه ځایه پیل وکړو په کوم کې چې شته یو. تیر ژوند تیرې خاطرې دي او دا چې راتلونکې خاطرې مو د تیرو د تاثیر څخه خوندي وي پکار دی هر هغه څیز له منځه ویسو چې له یوه نا یوه اړخه ورسره اړیکه ولري. ‏‎۸_ تل باید مثبت فکر ولرو. مثبت فکر کول هغه پدیده ده چې انسان د تورو تیارو تل څخه رڼا ته راوباسي او هغه ته د ژوند کولو څراغ په لاس کې ورکوي. مثبت فکر کول انسان اړباسي چې د بدبختیو پر ځای په شاوخوا کې موجود نعمتونه و ویني او له دغو نعمتونو څخه برخمن شي. ‏‎۹_ خپله خوشحالي باید د نورو په خوشحالیو کې و وینو. ښه انسان هغه څوک دی چې خپله خوشحالي د نورو په خوشحالیو کې ویني. د خلکو پر مخ د خوشالۍ څادر هوارول هغه ښکلی احساس دی چې سم د واره به مو په خوله ښکلې خندا راولي. دا خوشحالي ځینې وخت د قربانۍ سره تړلي وي خو پرته له شکه چې دا خندا په قربانۍ ارزي او باید ترلاسه شي.


نویسنده: بنفشه دقیق

رڼا پوهنتون © 2024-09-20 00:04:06