English دری پشتو

رسنۍ

د زده کړیال نړیواله ورځ

content
2018-12-02

زده کړه په کړنه کې بدلون دی. زده کړه له یوکس څخه بل کس ته د علمي مفاهیمو لېږدېدل دي. زده کړه د اطلاعاتو او معلوماتو ترلاسه کول دي. او یا هم زده کړه پوهیدل، ذهن ته سپارل، کار اخیستل دي.

انسان د زده کړي په مرسته کولی شي په خپل ژوند کې بدلونونه را مینځ ته کړي. انسانان د زده کړې پر مټ توانیدلي دي، چې د بشر د ودي او پرمختګ د لارې خنډونه له خپلې لارې څخه لرې کړي او دا نړۍ په یوه پرمختللې نړۍ بدله کاندي، چې د اړیکو او لیږد رالیږد ډیر پرمختللي وسایل یې ښه بیلګه ګڼل کیدای شي.

زده کړیالان د ټولنې تر ټولو فعاله او مهمه برخه جوړوي. او په ټولنه کې د ډیری بدلونونو سرچینه ده. د نومبر ۱۷ مه نیټه د زده کړیالانو نړیواله ورځ ده او زده کړیالان باید د هغوی د زوکړي کیسه وپیژني. او دغه کار لږ تر لږه په دغه ورځ ترسره شي.

د ۱۳۳۹ کال په نومبر کې د نړۍ په یوه څنډه کې د چک د یوه زده کړیال جنازه وه چې د فاشیست پوځیانو لخوا وژل شوی وو. د همدې کال د نومبر په ۱۷ مه ۹ تنه نور زده کړیالان چې د دغه زده کړیال په جنازه کې یې ګډون کړی وو د پوځیانو له طرفه اعدام شول، او ۱۲۰۰ نور زده کړیالان چې د مړه شوي زده کړیال په حمله کې ونیول شول او د نازیانو بند خوني ته ولیږل شول.

ځکه نو د نومبر ۱۷مه د نړۍ په تاریخ کې د زده کړیال د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه. هغه ورځ چې پکښې بې ګناه زده کړیالان د نازیسم د ځواکونو له طرفه په وینو رنګ او تر خاورو لاندي شوه.

په ۱۹۴۱ کال په لندن کې د نړۍ زده کړیالان سره جمع شوه او دغه ورځ یې د زده کړیالانو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله. او له هغې ورځي وروسته هر کال د نړۍ په ډیرو پوهنتونونو کې دغه ورځ د زده کړیالانو سره د تاوتریخوالې په موخه مراسیم ترسره کیږي. البته دا ورځ په ډیرو هیوادونو کې چې د دیکتاتورۍ حکومت لري په رسمیت نه ده پیژندل شوي. 

د زده کړیال د ورځي کیسه دقیقاُ له هغه ځای څخه شروع شوه چې ۲۴ کلن ژان او پلتال د چارلز پراګ پوهنتون د دوا جوړوني پوهنځي زده کړیال د نازیسم خلاف زده کړیالانو په لاریون کې د ۱۳۳۹ کال اکتوبر په ۲۸ مه د نظامي پوځیانو له طرفه سخت زخمي شو او وروسته له دوو اونیو د سختو ټپونو د خوړلو له امله یې د نومبر په ۱۱مه ساه ورکړه. خاورو ته د سپارلو مراسم یې د نومبر په ۱۵ مه ترسره شول چې د فاشیست خلاف په لاریون بدل شو. په همدې خاطر د نازیانو نماینده کنستانتین نوراث په پراګ کې د لاریونونو د له منځه وړلو لپاره د زده کړیالانو او د هغوی د رهبرانو د نیولو فرمان صادر کړ. نظامیانو ۱۲۰۰ زده کړیالان ونیول او د نازیانو بند خونې ته یې ولیږدول. له هغوی څخه یې ۹ تنه اعدام کړل.


نویسنده: واحدالله نوری

رڼا پوهنتون © 2024-09-19 23:57:24