English دری پشتو

رسنۍ

وزګارتیا؛ کړکیچن تګلوری

content
2018-12-02

ځوانانو پرون ټوپک په لاس او د دولت د مخالفینو سره یې اوږه په اوږه د سولې، ثبات او پرمختګ پر وړاندي جګړه کوله؛ له نېکه مرغه اوس د ښونی مرکزونو او پوهنتونونو په رڼا کې ژوند تیروي. پر دې سربېره ډېرې نورې ننګونې هم شته چې نه پریږدي ترڅو ځوانان د هېواد په بیا رغونې او پرمختګ کې فعاله ونډه ولري. د نویمې لسيزې د پای سره سم د دولت د پانګی او راغلو مرستو څخه په استفادی ډېري ادارې او بنسټونه جوړ شول، خو ځوانان بیا د دغو ادارو او بنسټونو له کړنوڅخه سر تګوي، دوی پر دې آند دي چې ځوانان د ټولنې د فعاله او ځواکمند عنصر په توګه د هېواد د بدلون او پرمختګ لپاره تر بل هرچا ښه او اغیزمن تمامیدلی شوي، خو وړتیاوی یې پټې پاتې شوې دي، دوی د روښانه راتلونکي لپاره ناهیلي دي، ځکه چې اوس مهال ډیری کړنې سمبولیکه بڼه لري او هغه لاملونه چې پرمختګ او انساني آرمانونوته د لاس رسي لار پرانیزي شتون نلري. که چیرې زموږ د هېواد رژیم یا جوړښت د عدالت پر بنسټ وای نو دغه ناخوالو چې زموږ ټولنه او په خاصه توګه ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي شتون نه درلود، که چیرې هغه نابرابریو ته چې دوی ورسره مخامخ دي منصفانه، علمي او تخصصي کتنه و نه شي ددوی په ګټه کار ناشونی دی. ددی سره سره چې د افغانستان ډیری نفوس د ۲۵ کالو څخه کم عمره او فعاله وګړي تشکيل وي، خو له بده مرغه په تیره او اوس کې ترټولو زیاته قرباني هم همدې ډلې ورکړې ده. نو دولت باید نوموړې ډلې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې د نن سربیره د هېواد راتلونکی هم په دوئ پورې تړاو لري. ناخولي د ځوانانو د وزګارتیا زېږنده ده، نو کله چې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره نشي په خپله ستونزې او نا خوالي زیږوی چې دا ستونزی او ناخوالي لمړی دی، دده کورنۍ او په همدې ترتیب ټولنه او حکومت ننګوي. د مثال په توګه، کله چې یو ځوان له پوهنتون څخه فارغ شي د دندې لپاره یوې ادارې ته مراجعه کوي نو لمړی ترې کاري تجربه، د استعداد پرځای غیره مستقیم رشوت او واسطه غواړي، نو دا ځوان چې په خورا ستونزو ام مهنتونو یې زدهکړې او پوهنتون ویلی څه وکړي او چیرې لاړ شي؟ نو دی اړ دی چې کورنۍ یوازې پریږدی، یوازیتوب غوره کړي اویا د مخالفینو سره یوځای شي، معلومه ده چې نوموړی بله لار نلري، د مشرانو وینا ده چې« وزګارتیا د ستونزو او ناخوالو زانګوده». نو د وزګارتیا زانګو د افغانستان د مشرانو او حکومتي چارواکو پر ستنو زانګي، چې له شعارونو پرته يې ټولنې ته هیڅ ندي کړي. نو ښکیلې ادارې او بنسټونه باید نور ویده پاتې نشي، او روان ناورین ته د حل لار پيدا او پرې مزل وکړي. او د بله پلوه ځوانان هم باید په یاد ولري چې دوی د ځان، کورنۍ او ټولنې پروړاندې ستر ایماني او انساني مسؤلیت لري، او دوئ باید په پوره جرئت سره په هره برخه کې فعاله ونډه واخلي ترڅو ټولنې او هېواد ته د خدمت جوګه شي او هېواد له روانو او راتلونکو بدو ناورینونو څخه وژغورل شي.


نویسنده: نایبه ودودی

رڼا پوهنتون © 2024-09-20 00:03:04