رڼا پوهنتون یو خصوصي اکاډمیک بنسټ دی، چې د هېواد د لوړو زده کړو له مخکښو بنسټونو څخه شمېرل کېږي. دا پوهنتون د کورنیو او نړیوالو معیارونو سره سم د تحصیلي او تدریسي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د ریاست (د هغه وخت) په چوکاټ کې په رسمي ډول د ۱۴ شمېرې د ثبت له مخې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ.
په پیل کې دغه بنسټ دوه پوهنځي درلودل، له هغو څخه یو د اقتصاد پوهنځی و چې موخه یې د اقتصادي مسلکي او متخصصو کادرونو، مدیرانو، مالي مدیرانو، محاسبینو او اداري کارکوونکو روزنه وه.
بل پوهنځی د کمپیوټر ساینس و، چې په ۱۳۸۸ هـ.ش کال کې د پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې ور زیات شو، تر څو تخنیکي او ټکنالوژیکي متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
همدارنګه د ټولنې د اړتیاوو د ارزونې په پام کې نیولو سره، په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هم د دې بنسټ په چوکاټ کې رامنځته شو. دغه پوهنځی له خپل تأسیس څخه تر اوسه هڅه کړې، چې د عدلي، قضایي، سیاسي او اداري برخو لپاره متخصص، ژمن او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
وروسته په ۱۳۹۲ کال کې، د ټولنې اړتیاوو او د رسنیو د صنعت د ودې په پام کې نیولو سره، د ژورنالیزم پوهنځی هم د دې تحصیلي بنسټ په جوړښت کې رامنځته شو، تر څو د رسنیو او اړیکو په برخه کې ژمن او مسلکي کادرونه وروزي.
رڼا پوهنتون د نورو علمي دولتي او خصوصي بنسټونو تر څنګ هڅه کوي، چې د لوړو زده کړو بهیر په لوړ کیفیت سره ټولنې ته وړاندې کړي او د ټولنې د اړتیاوو له مخې د متخصصو کادرونو غوښتنه پوره کړي.
رڼا پوهنتون هڅه کړې، چې د لوړو زده کړو لرونکي متخصصین او د مسلکي مهارتونو خاوندان جذب او استخدام کړي، تر څو ټولنې ته ممتاز، ژمن او مسلکي کسان وروزي.
رڼا پوهنتون ژمن دی، چې په نږدې راتلونکي کې، د پوهنتون مالي وضعیت ته په کتو، خپلو علمي کادرونو ته د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو زمینه هم برابره کړي.
همدارنګه، رڼا پوهنتون له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، تر څو د علمي نظریاتو تبادله او د علمي کادرونو د ظرفیت لوړونه ممکنه شي. ځکه چې په اکاډمیکه برخه کې د ظرفیت لوړونه او د کیفیت ښه والی تر ډېره د لوړو زده کړو لرونکو متخصصینو پور وړی دی، چې د تدریس په بهیر کې مهم او ارزښتناک رول لري.
څېړنې او مطالعات
پوهنتون رڼا از آغاز فعالیت تا اکنون افزون بر تدریس، تطبیق نصاب با روش های نوین تدریس، تحقیقات علمی را از اولویت های خویش قرار داده است. طوریکه دیدگاه این نهاد تحصیلی، تبدیل شدن به یک نهاد تحقیق محور می باشد.
رڼا پوهنتون د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې، د تدریس تر څنګ د نویو تدریسي لارو چارو له مخې د نصاب تطبیق او علمي څېړنې د خپلو لومړیتوبونو له ډلې څخه ګرځولي دي، ځکه د دې تحصیلي بنسټ لیدلوری دا دی، چې په راتلونکي کې په یو څېړن محور پوهنتون بدل شي.
د پوهنتونونو د نسلونو د وېش له مخې، د پوهنتونونو دویم نسل هغه پوهنتونونه دي، چې څېړن محور وي. یعنې د تدریس تر څنګ کارکوونکي، استادان او محصلین هم د علمي څېړنو ترسره کولو ته اړ کېږي، د همدې لید له مخې، رڼا پوهنتون په خپل تشکیلاتي جوړښت کې د څېړنو آمریت لري، چې په دې بنسټ کې د څېړنیزو چارو د تنظیم او همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.
اوس مهال رڼا پوهنتون د «رڼا» په نوم علمي ـ څېړنیزه مجله لري، چې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې د محترم ریاست له خوا د فعالیت جواز لري. سربېره پر دې، دغه مجله د چاپي او الکترونیکي بڼې لپاره د نړیوال معیاري شمېرې (ISSN) درلودونکې ده او په فصلنامه ډول (چاپي او الکترونیکي) خپرېږي.
همدارنګه، په یادې فصلنامې کې خپرېدونکې مقالې د دې بنسټ په ځانګړې څېړنیزه وېبپاڼه کې هم پورته کېږي.
سربېره پر دې ، رڼا پوهنتون د خپلو علمي کادرونو د ملاتړ لپاره مشخصه پالیسي لري، چې له مخې یې د استادانو د مقالو او څېړنو د خپرېدو په برخه کې په کورنیو او نړیوالو علمي خپرونو او همدارنګه د کنفرانسونو او سیمینارونو د وړاندې کولو لپاره په ملي او نړیواله کچه له هغوی څخه مادي او معنوي ملاتړ کوي.
بودجه
رڼا پوهنتون یو انتفاعي علمي بنسټ دی چې اداري او مالي تشکیلات لري. په مالي برخه کې یو له مهمو موضوعاتو څخه بودجه ده. بودجه د رڼا پوهنتون د فعالیتونو د تطبیق لپاره له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي، څو له مخکې ټاکل شوو موخو ته ورسېږي.
د دې بنسټ اساسي بودجه د مؤسس له پانګونې څخه برابرېږي او د عوایدو اصلي سرچینه یې د محصلینو فیسونه دي. مالي او اداري چارې د پوهنځیو او بنسټ د اړتیاوو له مخې په غوره ډول پر مخ وړل کېږي.
دغه بنسټ یو معیاري اداري سیسټم لري او همدارنګه د برېښنايي سیسټم او ډیټابېس په ټکنالوژۍ هم سمبال شوی دی. دا ټول موارد له پوهنتون سره مرسته کوي تر څو خپل اکاډمیکې موخې پوره کړي او د سټراتیژیک پلان او نورو ټاکل شوو معیارونو سره سم معیاري شي.
رڼا پوهنتون د قانون له مخې په منظم ډول خپل مالي مسؤلیتونه ترسره کوي؛ لکه د مالیاتي اظهارنامې او بیلانس وړاندې کول، د عوایدو مالیه، د معاشاتو مالیه، د ودانۍ مالیه، د کارکوونکو معاشونه، د ودانۍ کرایه او نور لګښتونه پر وخت تادیه کوي.
بنسټونه، تجهیزات او امکانات
رڼا پوهنتون یوه اووه پوړیزه ودانۍ لري چې د کابل ولایت د برکي څلورلارې او کارته پروان څلورلارې ترمنځ موقعیت لري. دغه ودانۍ کافي اسانتیاوې لري او د بنسټ ټولې اداري او تدریسي اړتیاوې پوره کوي. په لنډ ډول، رڼا پوهنتون د فزیکي موقعیت، تدریسي او اداري امکاناتو له پلوه اوس مهال لاندې وضعیت لري:
د پوهنتون تشکیلات
رڼا پوهنتون درې معاونیتونه لري، علمي ـ تدریسي معاونیت، اداري معاونیت او د محصلانو د چارو معاونیت، چې اړوندې فرعي څانګې هم لري. همدارنګه پوهنتون څلور پوهنځي لري، اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم، کمپیوټر ساینس او ژورنالیزم.
په دې پوهنتون کې اته څانګې فعال دي، چې عبارت دي له، مالي او مدیریت، سوداګرۍ اداره، سافټویر انجنیري، معلوماتي ټکنالوژي، ارتباطات، راډیو تلویزیون، حقوق، نړیوالې اړیکې او سیاسي علوم.
سربېره پر دې، پوهنتون نورې اداري څانګې هم لري. همدارنګه د پوهنتون په کچه دیارلس اصلي کمېټې فعالې دي، د کیفیت لوړولو کمېټه، مالي کمېټه، د برېښنايي زده کړو کمېټه، د تقرر او انفکاک کمېټه، د نصاب کمېټه، د ازموینو کمېټه، د نظم او ډسپلین کمېټه، د دعوت او ارشاد کمېټه، د پلان او پالیسۍ کمېټه، کلتوري او ورزشي کمېټه، د محصلینو کمېټه، د څېړنو کمېټه او د استادانو او کارکوونکو د شکایتونو د څېړنې کمېټه.
همدارنګه د پوهنځیو په کچه نهه فرعي کمېټې موجودې دي، د کیفیت لوړولو کمېټه، د برېښنايي زده کړو کمېټه، د نصاب کمېټه، د ازموینې کمېټه، د نظم او ډسپلین کمېټه، د پلان او پالیسۍ کمېټه، کلتوري او ورزشي کمېټه، د محصلینو کمېټه او د څېړنو کمېټه.
رڼا پوهنتون د اوږدمهالې پراختیا په برخه کې د زدهکړو او څېړنو د بنسټیز رول په درک کولو سره هڅه کوي، چې د باکیفیته لوړو زدهکړو په برخه کې، د نويو علمي معیارونو په رڼا کې د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزنې له لارې، په ملي کچه یو معتبر او څېړن محور علمي بنسټ وګرځي.
رڼا پوهنتون د علم د تولید، د څېړنو او ټکنالوژۍ د پراختیا، او د مسلکي، متخصصو او ژمنو کادرونو د روزنې په موخه هڅه کوي، چې د معیاري تدریس، تطبیقي څېړنو، د علمي فعالیتونو او د معاصرو ټکنالوژیو په کارولو سره د ټولنې اړتیاوې پوره کړي.