د همدې لیدلوري پر بنسټ، رڼا پوهنتون د یو علمي بنسټ په توګه د خپلو موخو د ترلاسه کولو، له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د ګواښونو د له منځه وړلو، د کمزوریو د رفع کولو او د بنسټیزو موضوعاتو د پېژندنې په موخه، د محدودو سرچینو په پام کې نیولو سره د هغو د تحقق لپاره خپل پنځه کلن سټراتیژیک پلان د اړتیاوو مطابق ترتیب او تدوین کړی دی.
لکه څنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين ریاست د سټراتيژيک پلان د تدوين په لارښود کې راغلي دا پلان په درېيو پړاوونو او اوو ګامونو کې طرحه او تنظيمېږي.
لومړی پړاو، د سټراتيژيک پلان تدوين دی چې دا پړاو د سريزې يا لومړي فصل په پيل سره شروع کېږي. په دې برخه کې د سټراتيژيک پلان لنډه پېژندنه، اړتيا او ارزښت، دندې او فعاليتونه او د پوهنتون د پخوانيو سټراتيژيو د برياليتوب کچه بيانېږي.
د تدوین په دويم ګام يا دويم فصل کې د رڼا پوهنتون ليدلوری، مأموريت، ارزښتونه او سټراتيژيکې موخې شاملې دي.
درېيم ګام يا درېيم فصل له دوو برخو جوړ دی؛ لومړۍ برخه د چاپېريالي عواملو تحلیل او په دويمه برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي سټراتيژيک پلان موخې او لومړيتوبونه دي.
څلورم ګام يا څلورم فصل کې ممکنه سټراتيژۍ ټاکل کېږي، د هغې لومړيتوبونه معلومېږي او په پای کې د وروستۍ سټراتيژيک لومړيتوب ټاکنه ترسره کېږي.
دويم پړاو د سټراتيژۍ د عملي کولو پړاو دی، چې پنځم ګام يا پنځم فصل په کې شاملېږي. په دې فصل کې لنډمهالې موخې ټاکل کېږي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د عمل برڼامه جوړېږي، څو د پوهنتون سټراتيژيکو موخو ته د رسېدو زمينه برابره شي.
شپږم ګام يا شپږم فصل د سټراتيژۍ د اجرا مرحلې ته ځانګړی شوی، چې پکې اړين اصلاحات لکه د پوهنتون تشکيلاتي جوړښت او د سرچينو تخصيص، لکه بودجه او نور امکانات، شامل دي.
درېیم د ارزونې پړاو دی، چې په اووم قدم یا اووم څپرکي کې د پوهنتون د سټراتيژيک پلان د ارزونې لپاره تدوین شوی دی.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په نوي تدوین شوي سټراتیژیک لارښود کې
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د سټراتيژيک پلان د تدوين په نوي لارښود کې، تحصيلي بنسټونو لپاره د سټراتيژيک پلان د جوړولو دوه بېلابېل چوکاټونه وړاندې شوي دي.
رڼا پوهنتون د خپل سټراتيژيک پلان (۱۴۰۴–۱۴۰۸ لمریز کال) د تدوين لپاره له لومړي چوکاټ څخه استفاده کړې ده.