د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د اړیکو علومو لیسانس پروګرام محصلین د اړیکو، عامه اړیکو او سازماني اړیکو په برخه کې په نظري او عملي مهارتونو سمبالوي او هغوی د دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره چمتو کوي.
د اړیکو دیپارتمنت په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو. د دې پروګرام موخه د اړیکو او عامه اړیکو په برخه کې د مسلکي کادرونو روزنه ده. د ژورنالیزم محصلین د شپږم سمستر تر بشپړېدو وروسته کولای شي د اړیکو دیپارتمنت انتخاب کړي او په اووم او اتم سمستر کې د اړیکو تخصصي مضامین ولولي.
په دې پروګرام کې محصلین د اړیکو تیورۍ، د عامه اړیکو اصول، د سازماني اړیکو مدیریت او عصري اړیکیزو تخنیکونو سره بلدتیا پیدا کوي. تدریس په دې دیپارتمنت کې محصلمحور او څېړنیز دی او د مسلکي استادانو له خوا وړاندې کېږي.
د اړیکو او عامه اړیکو په برخه کې د مسلکي کادرونو روزنه.
د محصلینو د اړیکیزو مهارتونو پیاوړتیا.
د اړیکو د نويو نظریو او تخنیکونو معرفي کول.
د دولتي او خصوصي ادارو لپاره د متخصصو کادرونو چمتو کول.
په ټولنه کې د اغېزمنو اړیکو فرهنګ پیاوړی کول.
د اړیکو د لیسانس فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي: