Social Media

Rana University Logo
shape

د راډیو او تلویزیون ژورنالیزم لیسانس

د راډیو او تلویزیون ژورنالیزم لیسانس

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د راډیو او تلویزیون ژورنالیزم لیسانس پروګرام محصلین د غږیزو او انځوریزو رسنیو په برخه کې په نظري او عملي مهارتونو سمبالوي او هغوی د راډیو، تلویزیون او ډیجیټل رسنیو لپاره چمتو کوي.

د راډیو او تلویزیون دیپارتمنت په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو او په ۱۳۹۶ کال کې یې د عملي ژورنالیزم د پیاوړتیا لپاره د محصلینو منل پیل کړل. دا پروګرام د نظري او عملي زده کړو د یوځای کولو له لارې د مسلکي ژورنالیستانو د روزنې هڅه کوي.

په دې پروګرام کې محصلین د راپور جوړونې، ویاندۍ، پروګرام جوړونې، کارگردانۍ، مستند جوړونې او د راډیو او تلویزیون د پروګرامونو د تولید مهارتونه زده کوي. همدارنګه د پوهنتون د رسنیو له لارې لکه فیسبوک، یوټیوب او ویبپاڼې څخه د پروګرامونو په تولید او خپرولو کې عملي ګډون کوي.

موخې

د راډیو او تلویزیون په برخه کې د مسلکي ژورنالیستانو روزنه.

د رسنیزو پروګرامونو د تولید عملي مهارتونو پیاوړتیا.

د عصري رسنیزو ټکنالوژیو معرفي کول.

د عملي او تخلیقي ژورنالیزم پراختیا.

د رسنیو د بازار لپاره د مسلکي کادرونو چمتو کول.

د کار فرصتونه

د دې پروګرام فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي:

  1. د رسنیو مدیر
  2. مسئول مدیر
  3. د خبر مدیر
  4. د راډیو یا تلویزیون ویاند / کوربه
  5. پروډیوسر
  6. اعلان کوونکی / ویاند
  7. خبریال
  8. مستند جوړونکی
  9. فلم اخیستونکی
  10. ویډیو ایډیټر
  11. ګرافیک ډیزاینر