د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو مهم تحصیلي او څېړنیز بنسټ دی، چې د سیاست، حکومتولۍ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو علمي څېړنه او تدریس پر غاړه لري
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو مهم تحصیلي او څېړنیز بنسټ دی، چې د سیاست، حکومتولۍ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو علمي څېړنه او تدریس پر غاړه لري. په دې څانګه کې د سیاسي نظریو، مقایسوي سیاست، بهرنۍ پالیسۍ، نړیوال حقوق او نړیوالو مسایلو په څېر مهم موضوعات په تحلیلي او علمي بڼه څېړل کېږي. د دې دیپارتمنت اساسي موخه دا ده چې محصلین په لازمې نظري پوهې او تحلیلي مهارتونو سمبال کړي، څو وکولای شي د کورنیو او نړیوالو سیاسي بهیرونو پېچلتیاوې په سمه توګه درک او تحلیل کړي.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو دیپارتمنت د معیاري تعلیمي او څېړنیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د سیاستجوړونې، د سیاسي نظریو د درک، د ښې حکومتولۍ او په نړیوالو اړیکو کې د حاکمو تیوریو د مطالعې په برخو کې هڅه کوي چې مسلکي او کارپوه کادرونه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي، تر څو وکولای شي د هېواد په سیاسي، اداري او نړیوالو ډګرونو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه د لوړ علمي، څېړنیز مقام د ترلاسه کولو په موخه هڅه کوي، چې د سیاسي پوهې په ډګر کې د سیاسي مفاهیمو او منازعاتو د تحلیل، عامه پالیسيجوړونې، د سیمهییزو او د سیمې ورهاخوا هېوادونو د شخړو د درک او د سیاسي پوهې د پياوړي کولو په برخو کې بنسټیز او اغېزناک ګامونه پورته کړي او د هېواد په کچه د یوه باوري او پېژندل شوي علمي، څېړنیز بنسټ په توګه خپل ځای تثبیت کړي.