Social Media

Rana University Logo
shape

سافټویز انجینرۍ

سافټویز انجینرۍ

د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير انجينرۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصل‌محوره زده کړو او د لوړو زده کړو وزارت د علمي معيارونو پر بنسټ خپل علمي او تدريسي فعاليتونه پر مخ وړي او هېوادوالو ته تحصيلي او تعليمي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ډيپارتمنت له ۱۳۸۸ لمريز کال راهيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت کوي.

د رڼا پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير انجينرۍ ډيپارتمنت د نويو تدريسي لارو چارو، محصل‌محوره زده کړو او د لوړو زده کړو وزارت د علمي معيارونو پر بنسټ خپل علمي او تدريسي فعاليتونه پر مخ وړي او هېوادوالو ته تحصيلي او تعليمي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ډيپارتمنت له ۱۳۸۸ لمريز کال راهيسې د کمپيوټر ساينس پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت کوي.

دغه ډيپارتمنت د هېواد د پوهنتونونو د کمپيوټر ساينس پوهنځيو د درسي نصاب تر بشپړېدو او د لوړو زده کړو وزارت له رسمي تصويب وروسته، د نوي ملي نصاب پر بنسټ په رسمي ډول خپل فعاليت پيل کړی دی. محصلین له لومړي سمسټر څخه تر اتم سمسټره پورې خپل نظري او عملي درسونه په تخصصي ډول تعقيبوي او اړين مسلکي مهارتونه ترلاسه کوي.

د یاد ډيپارتمنت مسوولینو هڅه کړې چې د لوړو زده کړو وزارت له معيارونو سره سم علمي او تدريسي خدمتونه برابر او خپلو محصلینو ته په واک کې ورکړي، څو هغوی وکولای شي د سافټوير انجينرۍ په برخه کې معياري او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.



رسالت

ديپارتمنت انجينرى نرم افزار، به منظور رسيدن به توسعه‎ی سازمان‎ها، متعهد است با رهنمودهاى نوين، دانشجويان را در عرصه‎ی ساخت و توسعه‎ی ويب سايت، ديتابيس، برنامه‌هاى مبايل و تحليل داده‎ها، محصلان را آموزش داده و براى رسيدن به يک جامعه‎ی پويا از هيچ سعى و تلاش دريغ نخواهد ورزيد.

د سافټوير انجينرۍ ډيپارتمنت د بنسټونو او سازمانونو پراختيا ته ژمن دی، چې محصلین د نويو او اغېزمنو لارښوونو پر بنسټ د وېب‌ پاڼې جوړولو او پراختيا، د ډيټابېس طرحې او مديريت، د موبايل د برنامو جوړولو او د معلوماتو د تحليل په برخو کې وروزي.

دغه ډيپارتمنت هڅه کوي څو د مسلکي او تخنيکي مهارتونو د پياوړتيا له لارې داسې کادرونه وروزي چې د يوې متحرکې، نوښتګرې او پرمختللې ټولنې په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ راز هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.

لیدلوری

د سافټوير انجينرۍ ډيپارتمنت مسوولین ژمن دي، چې د نوې ټکنالوژۍ په ډګر کې، په ځانګړي ډول د عصري سافټوير د پراختيا په برخه کې معیاري او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي، څو د ټولنې د اړتياوو پوره ځواب ويونکی واوسي. د دغه ډيپارتمنت مسسولین هڅه کوي د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لپاره يو لوړ، باوقاره او اغېزمن علمي مقام خپل کړي او د نوښتګرو او مسلکي کادرونو په روزنه کې مخکښ رول ولوبوي.