په دې پروګرام کې د رڼا پوهنتون یو شمېر محصلانو ګډون کړی و, چې د ګلوبل روغتون روغتیايي متخصصانو له لوري ورته د زړه ناروغیو د خطر عواملو، سالمې تغذیې، فزیکي فعالیتونو، د وینې فشار، سګرټ, تنباکو، ذهني فشار، د ناروغۍ خبرداري نښو او د مخنیوي لارو په اړه لازم معلومات ورکړل.
دغه راز، محصلانو ته فرصت برابر شو، چې خپلې پوښتنې له روغتیايي متخصصانو سره مطرح او په اړه یې علمي ځوابونه ترلاسه کړي.
رڼا پوهنتون د دا ډول پروګرامونو جوړول د محصلانو لپاره اغېزمن ګام بولي او ډاډ ورکوي, چې په راتلونکي کې به ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
رڼا پوهنتون د ګلوبل روغتون له همکارۍ او مېلمهپالنې او همدارنګه د دغه روغتون له محترمو روغتیايي متخصصانو څخه د زړه له کومې مننه کوي.



