Social Media

Rana University Logo
shape

رڼا پوهنتون د «Vibe Coding؛ د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د سافټویر پراختیا راتلونکی» ترسرلیک لاندې سمینار ترسره کړ

  • کور
  • خبرونه
  • رڼا پوهنتون د «Vibe Coding؛ د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د سافټویر پراختیا راتلونکی» ترسرلیک لاندې سمینار ترسره کړ
رڼا پوهنتون د «Vibe Coding؛ د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د سافټویر پراختیا راتلونکی» ترسرلیک لاندې سمینار ترسره کړ

په دې سمینار کې د Vibe Coding نوې مفکوره معرفي شوه؛ دا هغه مفکوره ده، چې د مصنوعي ځیرکتیا، نوښت، د پرامپټ انجینرۍ (Prompt Engineering) او د پرمختللو پراختیايي وسایلو په کارولو سره د ډیجیټلي محصولاتو او (User Interfaces) د ډیزاین او جوړولو بهیر چټک او اغېزمن کوي.

د دې برنامې په ترڅ کې ګډون کوونکو د سافټویر جوړوونکو، انجنیرانو او نوښتګرو شرکتونو په چارو کې د مصنوعي ځیرکتیا له رول سره بلد شول.

هغوی زده کړل چې څنګه د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه له وسایلو څخه د عملي پروژو د ډیزاین او پراختیا، د کاري موثریت د لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

دغه سمینار محصلینو ته یو ارزښتناک فرصت برابر کړ څو د ټکنالوژۍ د صنعت له نوو بهیرونو او د سافټویر په پراختیا کې د مصنوعي ځیرکتیا له عملي کارونو سره بلد شي.

په پای کې د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د یادې اکاډمۍ له ارزښتناکې همکارۍ څخه مننه کوي، چې په بریالیتوب سره یې دغه سمینار ترسره کړ.