په دغه سمینار کې د ټولنې په اصلاح، د اسلامي ارزښتونو په پراختیا، د ښو اخلاقو او چلندونو په دودولو او د ټولنیز مسوولیت په پیاوړتیا کې د امر بالمعروف پر اهمیت او رول خبرې وشوې.
همدارنګه، د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د سالمې ټولنې په رامنځته کولو، نېکو کارونو ته د خلکو په هڅولو او د دیني پوهاوي پر اهمیت ټینګار وشو.
رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د علمي او دیني پروګرامونو په ترسره کولو سره د استادانو او محصلانو دیني پوهاوی لوړ او په علمي چاپېریال کې اسلامي ارزښتونه پیاوړي کړي.



