په دې سمینار کې د سازماني چلند، د اغېزمنو اړیکو د رامنځته کولو، ټیمي کار، د رهبرۍ مهارتونو، سازماني فرهنګ او د فعال او رغنده کاري او ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو په لارو چارو خبرې اترې وشوې.
په دې برنامه کې د علمي کادر غړو ته دا زمینه هم برابره شوه، چې خپلې تجربې او علمي نظریې له نورو سره شریکې او د مدیریت نویو تګلارو سره په بلدتیا خپلې مسلکي او ښوونیزې وړتیاوې لا پياوړې کړي.
د اقتصاد پوهنځی باور لري چې د استادانو پر علمي او مسلکي ودې پانګونه د تدریس کیفیت د لوړولو، د علمي څېړنو پراختیا او وده د لوړو زده کړو بنسټونو له موخو څخه دي.
له همدې امله، یاد پوهنځی د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر دوام او د علمي کادر غړو لپاره د لا ډېرو ښوونیزو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کوي.



