په دغه پروګرام کې محصلان د کارکوونکو د ګومارنې له بېلابېلو پړاوونو، لکه د غوښتنلیکونو ارزونې، د اسنادو څېړنې، کاري مرکې او د وړ کسانو ټاکنې سره بلد شول.
همدارنګه، محصلانو د عملي تمثیل له لارې د کارموندنې او کاري مرکې په بېلابېلو برخو کې ونډه واخیسته او خپلې نظري زدهکړې یې عملي کړې.
دغه فعالیت د هغوی د اړیکو نیولو، ډله ییز کار، ارزونې او پرېکړې کولو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړه.
رڼا پوهنتون ژمن دی، چې د عملي زدهکړو او مسلکي روزنې له لارې د محصلانو ظرفیتونه لوړ او هغوی د کار بازار ته چمتو کړي.



